M

مناجات خـدایـه ډکـه لـهْ ګـنـاه مـې ده لـمـنـه پهْ خِجـل سـر درنـه غـواړمـه…

مناجات

خـدایـه ډکـه لـهْ ګـنـاه مـې ده لـمـنـه
پهْ خِجـل سـر درنـه غـواړمـه بــښـنـه

پهْ کوم مخ به ستاحضورته زهْ ودریږم
مـاتـه کـړې ده مـا هــره یـوه ژمـنــه

چې یې ستا قضاته دروړم تاراضي کړم
نه مې کـړی داسـې یـو عمـل تـر نـنــه

زهْ عاصي تاته درځم پهْ دې اُمـیـد چې
تهْ غفور یې هـم رحیم زمـا څـښتنـه

زهْ دې مات هـر امـتحـان ته یم خالقـه
خـیر دی مـکـوه لـهْ مـا څخـه پوښـتنـه

څهْ کمی بـه راشـي سـتـا پهْ جـنتـو کې
که دا مـا خوار ګنـاهـګار کړې ور دنـنـه

زهْ سعیدبرهان دې خپل حبیب امت کې
پـیـدا کـړی یـم پــهْ دې شــکـر  مـنـنــه

سعید برهان